جاپان بیا له افغانستان سره مرسته اعلان کړه

comments 0

هندوکش:د جاپان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د انتخاباتو د ترسره کېدو او د ټرافیکې ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره څه باندې ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

دا ژمنې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ماساهیسا ساتو له خپل افغان سیال حکمت خلیل کرزي سره لیدنه کې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو لوریو پرون کابل کې سره ولیدل او په امنیتي مسایلو، د سولې په خبرو، بیارغونې او انتخاباتو باندې یې بحث وکړ.

جاپان په نېږدې شلو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې څه باندې شپږ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

Comments