جاپان اقتصادي برخه کې افغانستان سره مرسته کوي

comments 0

هندوکش – جاپان:د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې په دې خبرې شوي، چې څنګه کېدای شي جاپان د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي.
دغه ناسته تیره ورځ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه شوې ده.
د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر سیمه ییزه همکارۍ هم ټینګار کړی.
دغو وزیرانو د افغانستان او منځۍ اسیا د اقتصادي پراختیا او سیمه ییز اتصال برخه کې د جاپان رول مهم ګڼلی.
جاپان هم ژمنه کړې چې په دغه برخه کې به خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي.
ټاکل شوې د دغې ناستې دویمه هغه په راتلونکی کال په جاپان کې وشي.
فروزان سیرت

Comments