جان بس عمران خان ته زړه ماتوونکې ځواب ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان لپاره د امریکا سفیر پ خپل تویتر پاڼه لیکلي چې،  د کرکټ ځينې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو دوشنبه د وري په پنځمه د عمران خان په حواله وویل، چې افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره مؤقته اداره سمه لار ده.

کابل کې د امریکا سفیر جان‌بس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او د عمران خان توپ اچونه دلته کار نه ورکوي.

پروند پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د عمران خان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې او د هغه موخه دا وه چې افغانستان کې سیاسي پخلاینې ته لار هواره شي.

د خان د څرګندونو په اړه زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان سولې لپاره پاکستان مهم رول ادا کړی دی خو د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان وروستی خبرې ګټوري نه دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی به یوازي افغانان ټاکي، نړیواله ټولنه به افغانان تشویقوي تر څو دوی په خپلو کې سره را ټول شي او خپله پرېکړه وکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments