ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې: د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله جمعه ناوخته کابل کې د خپلو پلویانو ترمنځ اعلان وکړ چې په هغو ۷ ولایتونو کې چې پلویانو یې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي.
نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل چې له ‘یکشنبې ‘ وروسته د دغو رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي.
ښاغلی عبدالله وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جمعې ورځې مشورتي غونډې هرکلی کوي.
د نوموړي په وینا دغه غونډه د ټولو افغانانو او په ټاکنو کې د ښکېلو اړخونو لپاره یو ښه فرصت و چې پوه شي، ‘ستونزه په کوم ځای کې ده. ‘
ښاغلی عبدالله وایې ځکه یې دا پرېکړه کړې چې نه غواړي څوک بیا پلمه وکړي.
ښاغلي عبدالله کابل کې ماسخوتن ناوخته په داسې حال کې چې مرستیالان او نور مهم ملاتړي یې شاوخوا ولاړ وو وویل، هغه رایې اوس هم نه مني چې د دوی ټاکنیزه ډله پرې اعتراض کوي، خو په وینا یې ‘یوازې د ښه نیت څرګندولو ‘ لپاره یې دا پرېکړه کړې.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر وویل، ‘د ټاکنو کمېسیون ته پکار ده چې پر خپله غیر قانوني پرېکړه له سره غور وکړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې عمل وکړي. ‘
” ښاغلی عبدالله وویل: غواړم یو ځل بیا په ټینګار سره ووایم، چې هر ډول قسمي، لومړنۍ او یا وروستۍ تقلبي رایې نه منو. ”
ده ټینګار وکړ چې ‘هېڅوک دې داسې خوبونه نه ویني، چې د ۲۰۱۴ کال په څېر به د تقلبي رایو له لارې پر خلکو حکومت وکړي.
د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایې د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري.
خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړې په غبرګون کې د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.
له همدې امله د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ځينو ولایتونو کې له ټاکلې نېټې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، شبرغان، سرپل او بغلان هغه اووه ولایتونه دي چې دا بهیر پکې درېدلی دی.
عبید رادپور

Comments