تېر کال د ترهګرو طالبانو لخوا ۶۲ ویجاړ شوي کلینیکونه بېرته رغول شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د هغو کلینیکونو زیاته برخه بېرته رغول شوې چې د ترهګرو طالبانو تخریب کړي دي.
د دې وزارت ویاند نظام الدین جلیل تېره اوونۍ رسنیو ته وویل چې تېرکال د ترهګرو طالبانو لخوا ۱۶۲ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او تر یو میلیون زیات وګړي له ابتدايي روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.
خو هغه پرون د جنورۍ په ۲۵مه ازادي راډیوته وویل چې ۶۲ روغتیايي مرکزونه بیا رغول شوي او نوي مرکزونه هم جوړ شوي دي.
ښاغلي جلیل زیاته کړه: “تېرکال ۴۰۲ روغتیايي مرکزونه جوړ شول څو په هغو سیمو کې چې غرنۍ دي یا له مرکزونو لرې دي، خلک اولیه روغتیايي امکانات ولري.”
د عامې روغتیا وزارت ویاند څرګنده کړه چې په ټول افغانستان کې اوسمهال ۳۵۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.
د نظام الدین جلیل په وینا، په سلو کې نوي تنه افغانان کولای شي چې په اوسط ډول، دوه ساعته مزل کې ځان یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments