تېر ماښام په تخته پل کې پر طالبانو قیامت و

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وايي، تېر ماښام یوه لویه ډله وسله والو د تخته پل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړه چې په ځوابیه بریدونو کې طالبان محاصره شول او افغان ځواکونو پرې قیامت جوړ کړ.
د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول مطیع الله هلال وايي، جګړه د تخته پل ولسوالۍ په ملایید سیمه کې پر امنیتي پوستو شوې چې طالبان له درنې مرګ ژوبلې سره په شا شوي او تښتیدلي دي.
هلال د مرګ ژوبلې کره شمېره په واک کې نه لري، خو ډاډه دی چې طالبان یې سخت ځپلي دي.
عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply