تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳ طالبان ووژل شول او ۱۲۵ نور ټپيان شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۰۳ طالبان ووژل شول او ۱۲۵ نور ټپيان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د ننګرهار، لغما، غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، سمنګان، فاریاب، هلمند، سرپل، نیمروز، بغلان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments