تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې څلورنیم میلیونو وګړو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل، افغانستان: د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر دې مهاله په ټول هیواد کې څلورنیم میلیونو وګړو پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي. د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر، چې د تېرکال په سلواغې میاشت کې پیل شوی، تمه ده چې د روان کال د چنګاښ تر میاشتې پورې به دوام و مومي.
د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې رییس، همایون محتاط، چې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د غبرګولي په ۱۰مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر کې د پرمختګونو په اړه خبرې کولې زیاته کړه، چې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر په وروستیو کې زیات شوی دی. هغه وویل، د روان کال د غوایي میاشتې له پنځلسمې څخه تر دې مهاله یو میلیون او دوو سوو زرو کسانو ته په مرکز او ولایتونو کې پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د محتاط په خبره د دې شمېرې ډیری برخه ښځې تشکیلوي.
د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې رییس دغه راز وویل، چې دغه اداره د مرکز او ولایتونو په ۴۲۰ حوزو کې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش د ۱۰۵۷ ګرځنده ټیمونو په لرلو سره په ټاکل شوی وخت کې د ۱۰ میلیونو کاغذي پېژندپاڼو د وېشلو وړتیا لري
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments