تېره اوونۍ د وسله والو لپاره مرګوني وه

comments 0

هندوکش – کابل: په تیره یوه اونۍ کې ۳۵۲ داعش او طالب او ۲۸ ملکیان وژل شوي دي.

ملي امنیت شورا وایي، بېلا بېلا ولایتونو کې یې د داعش او طالبانو ۳۵۲ غړي وژلي، ۱۱۳ ټپیان او ۳۹ نور یې نیولي دي.

له دې سره نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي چې، ۲۸ ملکیان په بېلا بېلو ولایتونو کې وژل شوي دي.

خو دا چې ځینو افغان چارواکو د تلفاتو د ور اوښتو له تأییده ډډه کړې، ښايي دا شمېرې بشپړې نه وي.

تېره اونۍ چې د ۱۳۹۸ کال د پیل ورځې وې، په ټول افغانستان کې ناکراریو زور اخیستی و.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments