تیلرسن سویلي اسیا ته ځي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په اته ورځني سفر منځني ختیځ سویلي اسیا ته ځي.
ټیلرسن به په دغه سفر کې سعودي، قطر، هند او پاکستان ته ولاړ شي.
د ټیلرسن د دغه سفر موخه په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې د روان کړکیچ پر سر مذاکرات ګڼل شوي دي.
نوموړی به د خپل دغه اته ورځني سفر په پای کې جینیوا ته هم ولاړ شي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره به د کډوالو د موضوع په تړاو د پردې ترشا لیدنې وکړي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply