تیر میلادي کال بهرنیانو ته خونړې کال بلل شوې دې

comments 0

هندوکش – امریکا: د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو او جګړو پر مهال وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو سرتېرو کې يې ٢٠ امريکايي او درې د نورو هېوادونو دي، خو هويت يې نه دى په ډاګه کړى.
د ٢٠١٨ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ١٩ نړيوال سرتېري وژل شوي وو چې ١٤ يې امريکايان وو.
بلخوا یوه بله وېبپاڼه چې په عراق او افغانستان کې د امریکایي عسکرو د تلفاتو شمېرې خپروي وایي، چې ۲۰۱۹ز کال کې ۲۶ نړیوال عسکر وژل شوي چې ۲۳ یې ټپیان دي.
په تېرو ١٨ کلونو کې ٢٠١٠ زېږديز کال د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى کال و، په دې کال کې ټول ٧١٠ نړيوال سرتېري ووژل شول چې ٤٩٨ يې امريکايي، ١٠٣ يې بريتانوي او پاتې ١٠٩ د نورو هېوادونو سرتېري وو.
فکور نعیمي

Comments