تیره شپه کابل کې پر امنیتي پوستو د لاسي بم برید شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: پلازمینه کابل کې تیر ماښام ناوخته سپین زر هوټل ته څیرمه د پولیسو پر امنیتي پوستو د لاسي بمبونو برید شوې چې له امله یې څلور تنوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بصیر مجاهد د کابل د پولیسو ویاند رسنیو ته وویل:«تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې نامعلومو کسانو د پولیسو د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د سپین زر هوټل ترڅیرمه د پولیسو په امنیتې پوستې لاسي بمونه ګوزار کړل».
د نوموړي په وینا په چاودنو کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه پولیس ټپیان شول.
د یادونې وړ ده چې طالب وسله والې ډلې تیره ورځ پکتیا کې پر هغو ملکې خلکو چې د امنیه قوماندانې مخته ته د خپلو ستونزو حل په موخه غونډ شوي وو ځانمرګې برید کړې چې له امله یې زمونږ ډیر شمیر هیوادوال شهید او ټپیان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply