تګاب کي طالبانو ته درنه مرک ژوبله اوښتي

comments 0

هندوکش-کاپیسا: د کاپیسا په تګاب کی۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او۸ تنه نوریی ژوندي نیول شویدي.
د ملی امنیت ځانګړو ځواکونودروان کال دلیندۍ میاشتی په لسمه نیټه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ د بدراب دری اخندزاده ګانو په سیمه کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړی چې په پایله کې یې ۱۲تنه طالب جګړه ماران هریو ( قاری عبدالودود ، مولوی خوشحال ، جنت ګل ، غازی ، واصل آغا ، مولوی شیرحسن ، مولوي مسیح الله ، ګلاب ، عبدالواحد ، ګل بشر ، ذاکرالله ولد طاووس او ذاکرالله ولد فیض الله وژل شوی او(۸) تنه نوریی ژوندی نیولی اوله ځان سره یی بیولي دي. په یادو عملیاتو کې نورهیڅ چاته ته زیان نه دی اوښتی.
په دی ورستیوکي تکاب ولسوالي کي د امنیتي ځواکونوپه عملیاتو کي طالبان وژل شوی دی او په لسکونويي ژوندی نیول شي.
طالبانو په دی هکله تراوسه څه نه دی ویلي.
عبید رادپور

Comments