تړمپ، افغان ولسمشر نه قطر کې د طالبانو ددفتر تړلو غوښتنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: ګاردین ورځپانې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتې چې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تړلو په اړه یوه پړیکره وکړي.
ولسمشر تړمپ دغه وړاندیز محمد اشرف غني سره لیدنې پر مهال کړې دې.
ورځپاڼه لیکي چې، ولسمشر غني د امریکا ولسمشر ته ویلي چې، په دوحه کې د طالبانو د فتر تړل باید وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې قطر کې د طالبانو دفتر شپږ کاله مخکې جوړ شو او دغه دفتر له طالبانو سره د اړیکو د یو پراختیايي کانال په توګه وپیژندل شو.
شنونکي او د افغان حکومت ځیني چارواکي په دې باور دي چې په دوحه کې د طالبانو د ۳۶ کسیزې غیر رسیمي پلاوي شتون هغوي ته سیاسي مشروعیت ورکوي او که چیرې طالبان سولې خبرو ته نه کیني نو باید قطر کې د هغوې دفتر وتړل شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply