تورخم کې د پآکستان پرضد لاریون شوی

comments 0

هندوکش – ننگرهار: په تورخم کې لسګونه سوداګرو د پاکستان ځايي ادارې پر ضد اعتراض وکړ.
په تورخم کې سوداګرو د پاکستان د لوژیستیک او سرحدي ځواکونو پر هغې پرېکړې اعتراض وکړ چې له مخې یې هېڅوک له پاسپورټ پرته نشي کولای افغانستان ته لاړ شي.
د اعتراض کوونکو مشر نظیم ګل شینواري ویلي چې، د پاکستان حکومت د دغه کار له امله د کوچنیو سوداګرو کارونه خراب شوي او د خپل کار پرېښودو ته اړ شوي دي.
دوی ویلي، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، څو له پاسپورت پرته ورته افغانستان ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
فرهاد شهراني

Comments