تمه ده بلجیم راتلونکی کال خپل ټول ځواکونو له افغانستانه څخه وباسي

comments 0

هندوکش ـ بلجیم: ټاکل شوې بلجیم په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.
د بلجیم رسنیو پرون شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د دغه هېواد د دفاع وزیرې ‘لودیو این دیدونډر’ په حواله وویل، له افغانستانه د ځواکونو وتلو ته چمتوالی نیسي.
میرمن دیدونډر په یوې مرکه کې ویلي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو طرحه راتلونکې اوونۍ پارلمان ته وړاندې کوي.
دا مهال د بلجیم ۷۰ اویا سرتیري په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
فضل احمد الکوزی

Comments