تمریناتو ته د افغان فوټبالر عمران حیدري د بیا راتګ هرکلی شوی.

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او د پولنډ د لخیا ګدانسک غوره لیګ لوبغاړی عمران حیدري د نړیوال جام انتخابي او د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې د عمان پر وړاندې په لوبه کې تر ټپې کېدو او د وږې تر بریالي عملیاتو وروسته انفرادي تمرینات پیل کړي دي.
ښاغلی حیدري دم ګړۍ د روزونکي تر نظر لاندې ځانګړي تمرینات پيل کړي، خو تر اوسه يې د لوبډلې ګروپي تمریناتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د عمران حیدري د معالج ډاکټر په وینا، نوموړی به تر دوو اونیو چمتو او د پولنډ غوره لیګ په نوي فصل کې به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.
ازادی رادیو

Comments