تسلیم شوي داعشیان څوک دي او څنګه افغانستان ته راغلي؟/ سید عبدالله پاچا

comments 0

د شنبې په ورځ لسګونه داعش وسله وال او د هغوی ښځې او ماشومان رسنیو ته وښودل شول، د دې لپاره چې رسنۍ خلکو ته وښيي چې داعش څوک و او په افغانستان کې یې هدف څه و.
داعش وسله والو او کورنیو یې له رسنیو سره خبرو کې کیسې کړی چې څنګه افغانستان ته راغلل، څنګه د داعش لیکو ته جذب شوي او څنګه یې د افغانانو پرضد جګړه کوله.
د امین په نوم یو ایرانی کیسه وکړه چې د ټیلګرام خواله رسنۍ کې په فریب تیروتی بیا افغانستان ته په قاچاقي لار راوړل شوی او ننګرهار کې تر وزیرو تنګي رسیدلی دی.
امین دلنشین وویل چې د زیاتو پيسو او نجونو وړاندیز ورته شوی و، خو کله چې د دعش تر لیکو ورسید، هلته یې ولیدل چې له وحشت پرته هیڅ نشته او بیا یې تر تسلیم کیدو پورې د داعش په لیکو کې پاتې شو.
د پاکستان د پنجاب اوسیدونکو ویل چې جوماتونو کې د ای ایس ای ملایانو به ورته تبلیغ کو چې افغانستان کې جهاد روان دی او په دې شعارونو به یې خلک جذبول خو کله چې افغانستان ته راغلل، و یې لیدل چې ټول مسلمانان دي او یو بل وژني.
د چین، هند او مرکزي اسیا هېوادونو وګړي هم افغانستان ته په قاچاقي لارو راغلي او بیا له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.
دوی اکثره یې د پيسو په پلمه رابلل شوي او بیا د داعش په لیکو کې په زور او رضا ساتل شوي او بیا یې لاره نه درلودله چې بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
له دوی اکثرو سره ښځې او ماشومان هم چې رسنیو ته وښودل شول، د دوی د ښځو او ماشومانو کیسې چې واورې ، د دوی په انسانیت د خلکو شک شي، یو څوک چې په خپلو اولادونو رحم نه کوي، هغه به د بل په اولاد څه رحم وکړي.
یانې خپل وطن پریږده او د دومره جاهل شه چې افغانستان ته راشې او دلته درته د هر چا وژل جهاد ښکاري، یا د ځینو په خبره د پيسو او نجونو لپاره د داعش لیکو ته جذب شوي دی.
دوی چې رسنیو سره کومې کیسې کولې، یانې جاهل به هم داسې کار و نه کړي چې ځان دومره لوی خطر کې واچوی، لکه دوی چې خپلې میرمنې او ماشومان خطر کې اچولي و.
یوې پنجابي له رسنیو سره کیسه کړې چې دوه میړونه یې وژل شوي او دریم یې هم ورته نکاح ته ناست و چې تسلیم شول.
داعش وسله والو کې داسې میرمنې هم شته چې شپږ اوه ځل یې میړونه وژل شوي او نور میړونه یې کړي دي.
یانې اسلام کې چې څو میاشتې عدت شته، دوی هغه عدت ته هم نه کتل او یواځې یې جنسې خوا پرې سړوله.
د دوی د ژوند له کیسو چې خبر شئ، بیخي انسان په د دوی په انسانیت شرمیږي، چې دا څنګه انسانان پيدا شوي، یا ولې ورته انسان ویل کیږي، مسلمان خو لا لیرې خبره ده.
دې ځناورو خپل وطنونه خوشې کړي او افغانستان ته په پټو سترګو راغلي چې جهاد وکړی، خو د دې ځناورو په وطن کې هر ډول نایټ کلبونه، د زنا ښکاره مرکزونه، شراب او نورې فحشاوې جواز لري او دولت ته یې عواید ورځي.
دوی دومره خدای ړانده کړی چې خپل وطن کې لوڅې نجونې د سړک پر سر نه ګوري، افغانستان ته راځی چې دلته جهاد وکړي.
ځناور، خلک

Comments