تر راتلونکو ۶ میاشتو د کرونا ضد واکسین افغانستان ته رارسېږي

comments 0

هندوکش ــ کابل: تمه ده چې د کرونا پرضد د واکسین لومړنۍ جوپه تر شپږو میاشتو پورې افغانستان ته ولېږدول شي.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وویل: “د افغانستان او د واکسین د نړیوال ایتلاف د توافق له مخې، د کرونا ویروس ضد واکسین د لومړۍ جوپې په رسيدو به د هيواد د وګړو درې فیصده واکسین شي.”
ښاغلي سمسور زیاته کړه، چې افغانستان ته د کرونا ویروس لېږد به تر۲۰۲۲ کال پورې په پنځو مرحلو کې ترسره شي.
د ورلډو میترس د ویبپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۵۲ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم له ۲۱۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments