ترینکوټ کې د طالبانو په یو مرکز برید شوی

comments 0

هندوکش – ارزګان: د ارزګان امنیه قومنداني وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوند سبزک په سیمه کې د طالبانو په یو مرکز هوایي برید کړی چې مرکز یې له منځه وړی دی.
د ارزګان د امنیه قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان زین الله وايي، برید کې د یو طالب قومندان په ګډون اته طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
زین الله د وژل شوي طالب قومندان نوم ملا قسیم یاد کړی دی. زین الله وایې ملا قسیم د مرکز ترینکوټ د بلوڅي سیمې اوسیدونکی وو او په سبزک کې یې د طالبانو مشري کوله.
عبدالله اڅکزۍ

Comments

Leave a Reply