ترکیې کې ناقانونه کډوال نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – ترکیه : ترکي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د ترکیې د ارزینجان په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راننوتي وو ونیول شول.
د ارزینجان ولایت د امنیې قومندانۍ عامه نظم د ریاست منسوبینو یوه لویه ډله چې د ارزینجان او ارزوروم ولایتونو په لویه لاره کې په پلي توګه روانه وه ودروله.
پولیسو د کنټرول پر مهال د نوموړو کډوالو سره جعلي د سیاحت سندونه وموندل. پولیسو نوموړي کډوال ټول ونیول.
د ارزینجان ولایت د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې ددوې منسوبینو د ارزینجان او ارزوروم ولایتونو په لویه لاره کې د اق یازي د کلي په شاوخوا کې ۳۹ تنه ناقانونه کډوال نیولي چې ډیری افغانان دي.
امنیې قومندانۍ ویلي دي چې نیول شوي کډوال د روغتیايي معاینې نه وروسته د هویت د تثبیت په خاطر ارزینجان ولایت په مرکز کې د سپورت په سرپټي سالون کې ځای په ځای کړل.
همداشان د نوموړو د هویت د تثبیت نه وروسته به د کډوالو بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل شي.
د یادولو وړ ده چې دا کډوال په قاچاقي توګه ترکیې ته د راننوتو سربیره په دولتي اسنادو کې په جعل کارۍ هم نیول شوي دي.
د نیول شوو کډوالو ته تحقیقات دوام لري.
محمد امان دوران

Comments