ترکیې کې د ریل ګاډی چپه کیدو له امله 148کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – ترکیه : د ترکیې معتبرې خبري سرچینې انادولو تلویزیو راپور پر بنسټ د اوزون کوپرو ولسوالۍ پر لورې روان ریل ګاډی د تیکیرداغ ولایت د چوروغ په سیمه کې د پټلۍ نه د وتو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، پیښه تیر مازیګر د پنځو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه مړه او ۱۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي د ریل ګاډي پنځه واګونونه د پټلۍ نه د وتو سره څو متره لاندې ګوزار شوي دي.
د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې. په لسګونو امبولانسونه او روغتیايي پرسونل سیمې ته واستول شول.
په شاوخوا روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شو. د پيښې ټپيان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درمنلې لاندې نیول شوي دي.

د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزارت ویلي دي چې دا پيښه د شدیدو بارانونو د اورښت په پایله کې رامنځته شوې ده .
د ټرانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې د شدیدو بارانونو په پایله کې د ریل ګاډي د پټلۍ لاندې مځکه ښویدنه رامنځته شوې وه چې په یاده شوې پټلۍ د ریل ګاډي د تیریدو له امله فاجعه رامنځته شوه.
محمد امان دوران

Comments