ترکیې افغان امنیتي ځواکونو ته د بورسونو ورکولو هوکړه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ترکیه په پام کې لري چې نظامي دګر کې افغان امنیتي ځواکونو ته څه باندې ۱۱۰۰ تحصیلي بورسونو زمینه مساعده کړي.
افغانستان ته په هوایي برخه کې دا لومړې ځل دې چې ترکیه یو بهرني هیواد ته دومره زیاته بورسونه ورکوي.
د ملي دفاع وزارت وایي : هوکړه شوي بورسونه هغو ځوانانو او پیغلوته چې په نظامي ډګر كې لوړې زده كړې وي ورکول کیږي.
ددې بورسونو ۱۲۰ يې د هوايي ځواكونو د اكاډيمۍ لپاره دي چې په پايله كې به د جنګي جټ الوتكو يو شمېر پيلوټان هم وروزل شي.
د ملي دفاع وزات چارواکي وایي : چې بورسونو لپاره د نومليكنې چارې به د روان هجري شمسي كال د وږي د مياشتې په څلورمه او پينځمه نېټه ترسره شي او اړوند آزموينه به د وږي د مياشتې په ۷مه نېټه په كابل كې د حربي ښوونځي په قوماندانۍ كې چې د پل سوخته په سيمه كې موقعيت لري، واخیستل شي.
د ۱۲م ټولګي فارغين مينه وال كولاى شي چې د تابعيت د تذكرې او درې كلنو نمرو سره مراجعه وكړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply