ترکیې ، افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالې وښود

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکیه: افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب په موخه ترکیې چمتووالې وښود.
دغه څرګندونې د قزاقستان پلازمینه آستانه کې د ترکیې جمهور ریس ولسمشر محمد اشرف غني سره کړي دي.
د ولسمشر ویاند مرستیال رسنیو ته وویل: یوه لیدنه کې د ترکیې ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې ترکیه کولاې شې پاکستان مجبور کړې ترڅو د ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.
دغه لیدنه کې رجب طیب اردغان د ترکیې ولسمشر تینګار وکر چې ترکیه حاضر دې ترڅو ترهګرو پر وړاندې مبارزې کې افغانستان او نړیوالې ټولنې ترڅنګ ودریږي.
ولسمشر محمد اشرف غني اوسمهال قزاقستان ته یوه رسمي سفر په موخه تللې چې ځینو اسلامي هیوادونو هم پکې برخه آخیستې ده.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply