ترکیه کې ناقانونه افغان کډوال نیول شوي

comments 0

هندوکش – ترکیه: د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په ادیرنه ولایت کې ۳۵۴ غیر قانوني بهرني کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ترکیې له خاورې واوړي.
په دغه کډوالو کې د افغانستان سربېره د پاکستان، ایران، سومالیا، فلسطین او ایتوپیا هېوادونو کډوال هم شته.
ترکیي ځواکونو ویلي، دغه کډوال یې د ترکیې په بیلا بیلو ښارونو کې نیولي چې اوس یې د ادیرنه ولایت د مهاجرینو ریاست ته سپارلي دي.
خو د ترکیي ځواکونو په راپور کې نه دي ویل شوي چې په دغه کډوالو کې څومره یې افغانان دي.
تېره اوونۍ ترکیې په یو ځل ۸۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل، کابل ته راواستول.
محمد امان دوران

Comments