ترکیه کې د سخت دریځو پرضد عملیات پيل شوي

comments 0

هندوکش – ترکیه: ترکي پولیسو د یوې سترې سخت دریځې ډلې د نیولو لپاره عملیات پیل کړي.
ترکیه کې چارواکي وايي تر دې دمه یې ۲۳۵ کسان د دغې ډلې سره د اړیکو درلودلو په تور نیولي دي.
د چارواکو په وینا د دغې سخت دریځې ډلې مشري مذهبي مشر او لیکوال عدنان اوکتار کوي.
دغه ډله د عوام فریبۍ او جنسي ځورونې په څیر په بیلابیلو جرمونو تورونه ده.
پوليسو تیره ورځ په استانبول کې د اوکتار پر کور هم چاپه اچولې او اوکتار او د هغه څو تنه ساتونکي یې له ځان سره بیولي دي.
اوکتار له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ترهګریزو فعالیتونو تورن دی.
محمد وحید امان

Comments