ترکیه پام کې لري هرات کې خپل سیاسي اړیکي پراخی کړي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات ځایي چارواکو سره په یوې کتنې کې د ترکیې سفیر ویلي چې هیواد یې ژمن دې ترڅو د ښوو اړیکو تینګولو په موخه هرات کې قونسلګړي پرانیزي.
فرهاد جیلاني د هرات د والي ویانډ رسنیو ته ویل، دغه اعلان د ترکیې سفیر د هرات له والي محمد آصف رحیمي سره په لیدنه کې کړي دي.
د نوموړي په وینا، د ترکیې سفیر زیاته کړې چې د هرات او استانبول تر منځ د مستقیمو اړیکو لپاره به په هرات کې قونسلګرۍ پرانیزي.
د نوموړي په خبره په کندهار او هرات کې د قونسلګریو د فعالیدو سره به د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریزو او توریزم په برخه کې ا ړیکې لا پراخې شي.
ترکیې تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په موخه په یو شمېر ولایتونو کې یو لړ رغنیزې پروژې هم پلي کړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments