ترکیه: د کابل سولې بهیر نه ملاتړ کوو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ترکیی هیواد د سولې بهیر نه ملاتړ لپاره د ترکیې سیاسي رهبري ملاتړ ښودلې دې.
د امنیت شورا نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې: ایلدېز دغه خبرې پرون د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کي کړې دي.
په دغې کتنه کې چې تیره ورځ ترسره شوې ده د ترکیې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال ایلدیز ویلي دي د سولې مذاکراتو په برخه کې له پرمختګونو څخه د ترکیې سیاسي رهبري پوره ملاتړ کوي.
خپرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د مشترکي مبارزې او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په موخه د اطلاعاتي همکارۍ پر دوام او پراختیا بحث وکړ.
دوارو خواوو په دې ناسته کي د ترهګریزو شبکو د تحرکاتو خلاف پر وخت اطلاعات مهم وبلل.
په دې دوه اړخیز بحث کي د افغانستان او سیمې پر وړاندې د مشترک دښمن د تعریف او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې پر څرنګوالي مفصل بحث وسو.
د امنیت شورا خبرپانې زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه وکړه، چي د افغانستان او ترکیې ترمنځ به د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کي اوسنیو فرصتونو ته انکشاف ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل په مشري پلازمینه کې یوه ناسته ترسره شوه چې ۲۵ هیوادونو او ۳ نړیوالو بنستونو برخه اخیستې وه.
د ناستې موخه سولې په اړه نریوال اجماع وه.
سپوژمې پوپل زې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply