ترکیه: د ډوبې شوې کښتۍ مړي موندل شوي

comments 0

هندوکش – ترکیه: په ترکیه کې د هغو اوه کډوالو جسدونه موندل شوي چې د دوشنبې په ورځ د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه اووه کسان چې درې یې ماشومان دي د ترکیې شمال ځتیځ ښار کې اوبو راویستي او غاړې ته کړي یې دي.
د راپور له مخې دغه کښتۍ چې شل مسافر یې لېږدول، د ۱۲ افغانانو په ګډون یو ایرانی په کې ژغورل شوي وو.
راپور زیاته کړې چې له ایراني وګړي څېړنې روانې دي او پرې تور دی چې قاچاقبر دی.
محمد حنیف بیدار

Comments