ترکیه افغان مهاجرینو پر وړاندې خپل مرزونه وتړل

comments 0

هندوکش – ترکیه: ترکي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې یاد هیواد غواړي افغان مهاجرینو پر وړاندې خپل مرزونه وتړي او ترکیې کې شته مهاجرین افغانستان ته ستانه کړي.
د رسنیو په وینا،د ترکيې حکومت شااوخوا دوه زره افغانان د دې هېواد په جنوب کې په یوه توقیف ځای کې ساتلي او په زوره‌يې هېواد ته د ستنولو لپاره ګامونه اخلي.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې لیکلي، ترکيې د روانې اپرېل میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې څه د پاسه ۷ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
د دې سازمان په وینا ترکي چارواکي له توقیف شویو افغانانو څخه په یوه سند لاسلیک اخلي چې ښکاره کړي دا کسان په داوطلبانه ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د یاد بنسټ په وینا، مونږ نه‌پوهېږي چې په لیکل شوي سند کې څه لیکل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یاد بنسټ پر ترکیې حکومت غږ کړی چې توقیف شوي افغانان په سمدستي ډول خوشې کړي او هېواد ته د هغوی د ستنولو بهیر فوراً ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکې وایي چې ترکیې په یو اړخیر ډول د افغان پناه غوښتونکو په ایستلو پیل کړی دی او دا وزارت پر دې موضوع له ترکي چارواکو سره خبرې کوي.
محمد حنیف بیدار

Comments