ترکي سوپ

comments 0

اړین توکي:
د غنمو نیمه اوړه شوې دانې : څلور ګېلاسه
مالګه : یوه نیمه قاشوغه
وچه نعنا: یو نیم ګیلاس
مایع غوړي: څلور قاشوغې
سره مرچک : نیمه قاشوغه
رب: دوه قاشوغې
پیاز : یو دانه
دال : نیم ګيلاس
د لیمو اوبه: ۲۰۹ ګرامه
اوبه :۷ ګیلاسه
د پخولو طریقه:
پیاز رنده کړئ په یو لوښي کې غوړي واچوئ او پیاز پکې سور کړئ
عدس او بلغور پاک کړئ او په دېګ کې یې واچوئ ، رب ، اوبه ، مالګه ، مرچک هم ور اضافه کړئ
پرېږدئ تر څو نیم ساعت وخوټیږي ، سوپ چې غلیظ شوي وي په یوه کاسه کې یې راوباسئ او نعنا پرې واچوئ
د خوړو پر وخت د تروشو لیمو څخه هم ګټه واخلئ

Comments

Leave a Reply