ترکمنستان د ښو اړیکو غوښتونکی دی

comments 0

هندوکش – کابل: ترکمنستان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره اړیکې ولري او پراختیا ورکړي.
تېره ورځ په کابل کې د ترکمنستان سفیر هوجا اووېزوف چې تازه یې خپله دنده پیل کړې له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
دواړو لوریو د افغانستان په اړه د اقتصادي پراختیا او سولې پر پروسې خبرې کړي دي.
عبدالله ویلي، افغانستان او ترکمنستان دوستانه او ښې اړیکې لري او دوی به هڅه وکړي چې پراختیا ورکړي.
ترکمنستاني سفیر اووېزوف ویلي، د خپلې دندې په موده کې به هڅې وکړي چې د افغانستان او ترکمنستان هر اړخیزې اړیکې او همکاري زیاته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments