ترکمنستان د افغان سولې د راتولونکي ناستو کوربتوب ته تابیا نېولې

comments 0

هندوکش ـ کابل: د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ترکمنستان د بین‌الافغاني خبرو راتلونکو ناستو د کوربتوب چمتووالی اعلان کړی دی.
یاد وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره پر ټلیفون دا چمتووالی په ډاګه کړی.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ښاغلي مرادوف د افغان جګړې د پای په پار روانې خبرې مهم ګام بللی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ ترکمنستان د بین‌الافغاني خبرو کوربتوب ته د چمتووالي تر څنګ د افغان سولې د خبرو جدي ملاتړی هم دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي اتمر په ټلیفوني خبرو کې د یاد هېواد د ملاتړ منندويي کړې همداراز یې غوښتنه ترې کړې، چې د افغانستان په سوداګریزو مالونو تعرفې راکمې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پراخې شوې د روان کال د سپټمبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټ، ټکنالوژۍ، ګازو او انرژۍ په برخه کې مهمې هوکړې لاسلیک شوې.
تمه ده چې ترکمنستان په راتلونکو کلونو کې د نورو اسیايي هېوادونو تر څنګ د افغانستان اقتصادي شریک شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments