تروریستان هیڅ دین، مذهب او قوم پورې تړاو نلري!

comments 0

تروریستان هیڅ دین، مذهب، فکر، قوم، سمت او ژبې پورې تړاو نلري، هغوې یواځې او یواځې وژنې، وینې تویولو، ویره خپرولو، کلو، کورونو او ښارونو ورانولو او ویجاړولو لپاره منځته راغلي.
نفرتونه زیږوي، نفاق ته لمن وهي، دمسلمانانو مرګ ژوبله رواګڼي، ویره وحشت او دهشت خپروي…
د تروریستانو له غیراسلامي او غیر اخلاقي کړونو په ډاګه کيږي چې دوې په یو ډول رواني ناروغۍ اخته دي، د انسانانو د وژلو، وینې تویولو، کلو کورونو کنډواله کولو، ماشومانو یتیمولو او میندو د بورولو څخه خوند اخلي او خپلي خوښي د نورو په غم ماتم کې لټوي.
تر دې ټولو خطرناکه خبره داده چې دوې په شعوري ډول دې ته کار کوي چې د اسلام سپیڅلې نوم نړیوالو، د نورو ادیانو پیروانو او خپله مسلمانانو ته بدنام کړي او خلکو ته داسې څرګنده کړي چې ګویا اسلام د وحشت، دهشت ، وژنی، وينې تویولو او بیرحمئ دین دی.
دا کوم ډول عقیده، جهاد، مذهب دې؟ چې دعالم، ښوونکي، خطیب، سپین ږیرې وینی بهول او د جومات منبر او په جنازه کې د خلکووژنه روا دی!!!
تازه بیلګه ئی پرونۍ د شینوارو جنازه ده په لوی ننګرهار کې چې زمونږ مسلمان ورونه د يوې جنازې په مراسموکې راټول شوي وو چې د جنازې لمونځ او تدفین مراسم د اسلام دسپیڅلي دین د احکامو په رڼا کې اداء کړي.
چې د فرض کفائې حکم لري، خو بدبختانه د دین او انسانیت دښمنانو تروریستانو په نوموړې جنازه کې چاودنه کړې چې په پایله کې ئې یو ګڼ شمیر شهیدان او نورئې ټپيان شويدي.
پدې مرګ ژوبله کې ټول ملکې بی ګناه وګړې، علمائې کرام، د قرآن حافظان، قومي مشران، مخور سپین ږیري او ټنکي ځوانان شتون لرو چې هیڅ دین او مذهب ئې مرګ ژوبله روانګڼي، او داسې ناوړه غیر انساني او غیردیني کړنې غندي.
د اسلام سپیڅلي او له ترحم نه ډک دین د غیرمسلمان مرګ ژوبله روا نګڼي پاتې خو لا د مسلمان وژنه(بآی ذنب قتلت) صدق الله العظیم ژباړه : په څه ګناه ووژل شو؟!!!
هک پک حیران دې نه یم چې دغه وحشي صفته ځناور د وژنو او ویني تویولو ته څه دیني او انساني توجیه لري؟!!! په کوم نوم او استناد ځان ته شرعي جواز ورکوي چې د بیوزلو او بیګناهه مسلمانانو ویني تویوئ؟!!!
د دې اجرتي قاتلانو له دې وحشت څخه څرګندیږي چې دوې هيڅ ډول مذهبي او دیني مراسمو ته ژمن او باورمن ندي.
نه جومات، نه مدرسه، نه جنازه، نه ملا، مدرس او نه لمونځ ګزار له دوی نه خوندي پاتي دي.
د تروریستانو لدې جنایاتو او کړنو په روښانه ډول په ډاګه کيږي چې دوې ترټولو د اسلام او بشریت ستر دښمنان دي غواړي چې پخپلو دی وژنو، وراني او وحشتونو د اسلام ترنامه لاندې د اسلام سپیڅلي څېره نړیوالو ته بدنامه او له وحشت ډکه وروپيژني، او پدي ډول ځانونه خپلو ناوده موخو ته ورسوي او خپل بهرني باداران او استخباراتي کړئ خوښې کړی او په بدله کې ئې یو څو پیسې لاس ته راوړي.
درنو او عزتمندو هېوادوالو:
که غواړئ چې نور د دې ډول جنایاتو او وژنو مخه ونیسو او خپل مظلوم او کړیدلې ولس له دې ډول پيښو او مصیبتونو وژغورو نو یواخنې لاره ئې دا ده چې ټول سره خپلو کې د یو والي لاسونه ورکړو او د خپلو امنیتی ځواکونو سره همکاری او همغږي ولرو. د مشکوکو کسانو په هکله خپلو امنیتی ادارو ته اطلاع ورکړو، تروریستانو ته په هیڅ ډول پناه ورنکړو څوک چې ورسره لاس لري او مرسته کوي هغوی د قانون منګولو ته وسپارو، خپل تنکې ځوانان پدې پوه او آګاه کړو چې تروریستان د اسلام او بشریت ترټولو ستردښمنان دي، ترڅو د دې اجیرو او مزدورو جنایتکارانو د پروپاګنډې د اغیز لاندې راښېي .
و من الله التوفیق
لیکوال: ملکزاده

Comments

Leave a Reply