ترهګر قومندان بریالی ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: راپورونه وایي، د زابل شاه جوی ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې پر دریو امنيتي پوستو بریدونه کړي دي.
د شاه جوی ولسوالی وزیر محمد جوادي وايي، تېره شپه طالب وسله والو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې اته وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ولسوال په خبره په وژل شویو طالبانو کې د هغوی یو مشهور قوماندان بریالی هم شامل دی.
هغه وايي د دې نښتو په مهال درې پولیس هم ټپيان شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments