ترهګر او د يو بل په مخالفت کې نيولي سنګرونه:

comments 0

سعد ننګرهاری

په افغانستان کې طالبان او داعشيان دوه هغه ترهګرې ډلې دي چې هر سړی يي يو ډول نه يو ډول له نوم سره اشنا دي او هغه داسې چې يا يي د دوی وحشتونه لیدلي دي او يا په هغو سيمو کې دي چې د دې ډلو تر وحشتونو لاندې دي، خو د دوی اصلي موخه شونې ده د څو مشرانو څخه پرته ډيرو ته نه وي معلومه، په طالبانو کې د ټيټې کچې تنکي ځوانان چې هره ورځ قرباني کيږي او يا نيول کيږي دوی داسې فکر کوي چې د دوی ټولې کړنې د اسلام لپاره دي خو دوی خبر نه دي چې د دوی په همدې ستړو باندې په کوټه او اسلام اباد کې څوک امتياز اخلي.
په کوټه کې همدا اوس هغه ملايان چې نور وحشت ته هڅوي په لوکس کور کې ژوند کوي، بچيان يي خصوصي مکاتبو ته ځي، زرهي موټر او وسله ورکول شوې، پيسې ورته راځي او يو ډول نه يو ډول د اسلام او دين په نوم قابل احترام هم دي.
طالبانوو کله چې ملاعمر و وژل شو او درې کاله يي مرګ پټ پاتې شو او په پای کې رسوا شو په څو ډلو سره و ويشل شول دا ستونزې دومره جدي وې چې د طالبانو د تر ټولو ځواکمن قومندان ملا دادالله کورنۍ او ورور منصور دادالله په زابل کې د هبت الله ډلې کلابند کړل او داسې يي قتل عام کړل چې شونې ده د بشریت په تاريخ کې يي هيڅ ساری نه وي بده خو يي لا دا چې سپين ږیری پلار يي لاس تړلی کوټې ته بوتلل شو او هلته ترې ويډيو واخيستل شوه چې هبت الله يي مشر ومانه او تر نن پورې هم تري تم دی که يي نه منۍ نو طالبان دې مهرباني وکړي رسنیو ته دې اجازه ورکړي چې د ځورول شوي طالب مشر له پلار سره مرکه وکړي خو اظهر من الشمس خبره داده چې نوموړی د نورو په څير برمته دی او تر مرګ پورې به د خبرو موکه ورنکول شي.

اوس اوس د بيلوالي بل درز هم په داعش کې را پيدا شوی دی او دا درز هغه وخت را پيدا شو چې په يو موخه ایز بريد کې يي مشر عبدالحسيب لوګری له څو نورو ترهګرو سره چې ازبکستانيان، پاکستانيان او عربان پکې و وژل شو، په داعش کې د کوزې پښتونخواه اورکزي چې د آی اس آی په دسترخوان را ستر شوي دي يو څه برلاسي دي.
کله چې حسيب و وژل شو درې تنه دې څوکۍ ته نوماندان وو چې يو يي اسلم فاروقي،مطيع الله افغاني او بل هم ازبک ترهګر او د ازبکستان د اسلامي تحريک مشر معاويه ازبکستانی وو، خو ويل کيږي وروستۍ پريکړه د اورکزيو ترهګرو په خپل سري ډول وکړه او اسلم فاروقي ددې ډلې مشر شو.
په شمال کې په څو ولايتونو کې د داعش او طاهريلداش د څانګې له لوري په ازبکي او دري ژبه له خپرو شویو شپې پاڼو ښکاري چې بهرني ترهګر له دې ټاکنې خوښ نه دي او په خپاره شوي ليک کې يي په ښکاره تور پورې کړی دی چې په ياده ټاکنه کې د آی اس آس لاس دی او دوی به کله هم هغه مشر چې آی اس ای ټاکلی وي ونه مني.
آی اس آی يا د پاکستان استخباراتي اداره بیا په دې ډول شرارتونو کې ډير مهارت لري دوی يو ځلې د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان ژوندی ونيوه، بیا يي ورته خبرې په خولو کې ورکړې او رسنیو ته يي رامخې ته کړ څو يو ډول افغان استخبارات په پاکستان کې په هغو وحشتونو کې ښکيل کړي چې دوی په خپله کړي وو او بله هڅه يي دا وه چې دوی يو ډول د خپل ملت له فشار څخه هم وژغورل شي.
اوس اوس آی اس ای که څه هم طالبان په روسانو پلورلي دي او د خالد په نوم د افغان ځواکونو عملیاتو د طالب ترهګرو ملا ورماته کړې کوښښ کوي په داعش کې هم دوی برلاسي وي خو ولې:
۱ـ آی اس آی غواړي د طالبانو له روزل شویو کسانو په استفادې ځينې خونړي بريدونه په افغانستان کې وکړي او بیا يي مسولیت داعش پر غاړه واخلي، که په داعش کې مشران ددوی په خولو نه وي دا به هيڅ امکان ونلري چې له يو بريد په بې خبرۍ کې دې داعش مسولیت واخلي.
۲ـ د طالبانو د پروژې وروستي کيدل او د نوې پروژې پرانيسته: آی اس آی اوس دا منلې چې د روسانو او طالبانو معامله يي ناکامه وه او هغه څه چې دوی وکول سم نه وو ځکه طالبانو په افغانستان کې ديني او اسلامي رسوخ له لاسه ورکړ او عملا يي افغانانو پر ضد غږ پورته کړ، د روسانو او افغانانو تر منځ لا هم د يو نيم ميليون شهيدانو معامله نه ده وروستۍ شوې او هر افغان د هغه وخت د وحشت ترخې خاطرې په ذهن کې لري.
په هر حال په پای کې باید دومره و وايو چې ترهګرې ډلې د مبهمو موخو په خاطر قرباني ورکوي يوازې مشران يي خبر وي او د ټيټې کچې جنګيالي نه په دې خبر دي چې ولې طالبان له روسانو سره يو ځای شوي دي او نه هم په دې پوهيږي چې د اسلم فاروقي ټاکنه ولې وشوه او ازبکستانيان او بهرني ترهګر ولې ناراضه دي.
بله خبره هم داده چې پاکستان د هرې ترهګرې ډلې تر شاه يو ډول نه يو ډول لاس لري ځکه په ننګرهار کې وحشت خورونکي اورکزي هغه خلک دي چې کورونه يي په باکستان کې دي او همدا اوس يي جيبان له پاکستاني کلدارو ډک دي.

Comments

Leave a Reply