ترهګرې ډلې او نامقدسه جګړه:امین يار

comments 0

0 Views

جګړه د تدبیر تر څنګ غیرت هم غواړي، هغه جګړه چې تدبیر ولري او غیرت يي يوه برخه نه وي په داسې جګړه کې انسان له هرې شونې لارې زیان ويني، پرون په کابل کې به ډيرو خلکو اوریدلي وي چې يو ځانمرګي د يو مظلوم هیوادوال د پسونو له رمې په استفادې د جومات په مخکې ځان ته چاودنه ورکړه، همداسې به مو ډير وارې دا هم اوريدلي وي چې په شرمګاه کې يو ترهګر چاوديدونکي توکي انتقال کړي او يا دا چې يو کس ترهګر د ښځو په جامو کې نيول شوی دی.

د نور ژوند په څير جګړه هم اخلاق لري او د جګړې اخلاقي اصل دادی چې ملکي وګړي باید پکې هيڅ ډول زیان ونه ويني، سړک، ښونځی، روغتون، مدرسه او کور به پکې خوندي وي، د جګړې او خصوصا د مقدسې جګړې ( جهاد) په برخه کې د اسلام سپيڅلي پيغمبر چې کله مکه مکرمه فتح کوله نو لومړنۍ خبره يي صحابه وو ته دا وه چې مکې ته له رسیدو سره سم به کور، ښځې، ماشومان،کرنه، ديني مقدسات، سپين ږیري او ناروغان خوندي وي او د دښمن هيڅ اسير ته باید زیان ونه رسيږي.

برنۍ لنډه مقدمه مې ددې لپاره ورکړه چې په افغانستان کې د مشروع نظام پر وړاندې ولاړ دښمن برني اخلاق په پام کې نه نيسي بلکه برعکس يو نيم ځلې داسې وحشت وکړي چې په بشري تاریخ کې يي هيڅ ساری نه وي، کله چې دښمن دومره بداخلاقه شي چې پر جومات بريد وکړي، لمونځ کونکي په شهادت ورسوي، قرآن کريم او ديني مناسک په نښه کړي باید دا خبره اسلامي ټولنه درک کړي چې دلته د اسلام او مسلمان پر وړاندې د اسلامي خلافت د ړنګيدا په څير يوه بله فکري جګړه پيل شوې.

اسلام د سولې او امن دی، اسلام هغه دین دی چې په عربي ټاپو کې يي د نجونو ژوندي خښول بند کړل، شتمن حضرت عثمان او د یوې درنۍ کورنۍ لرونکی حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه يي له تور حبشي حضرت بلال سره په يو صف کې ودرول او هيڅکله چا دا توپير پکې ونه لید چې پيغمبر د خدای دې حضرت حمزه ددې له امله چې خپل يي دی ځان ته را نيږدې کړی وي خو عبدالله ابن مسعود دې ترې پاتې شوی وي.

بله مهمه خبره داده چې د اسلام په ټوټال ۱۴۰۰ کلن تاريخ کې اسلامي مشران او د اسلام د لارې مبارزين تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي او هرڅه يي له نيږدې مديریت کړي دي خو بل لوري ته بیا وينو چې د طالبانو مشران په کوټه او اسلام اباد کې په ښکلو بنګلوکې ناست دي خو د وحشت قومندې په افغانستان کې ورکوي، د داعش مشران په سوریه او بغداد کې ناست دي خو دلته ځينې عقده من پاتې شوني يي د دوی په امر يوازې مسلمانان نه وژني بلکه کورونه يي ورته سوځوي او مساجد يي په وینو ورته رنګوي.

موږ ستونزې لرو او زموږ ستره ستونزه د يو ټول منلي دين له اصولو سره د اړيکې پرې کول او په خپل خوښي ډول د هرڅه تحلیل دی، داسې نه کيږي چې دا هرتحلیل دې زموږ په زړه وي ځکه اسلام د بشريت دين دی نه د طالب او داعش او هغه تفسير چې داعش او طالب يي له اسلام څخه وړاندې کوي دا په ټول کې د اسلام لپاره د شرم وړ دي.

په اسلامي ټولنو کې نني مذهبي کشمکشونه هم  د فکري جګړې يوه برخه شوې، دين او عقيده د خدای او بنده تر منځ رابطه ده خو برعکس وينو چې نن دين ځينو د ځان لپاره وسيله کړئ، يو شمېر کړئ د شيعه ایزم په پلمه شيعه افغانان د سنيانو پر وړاندې دروي او ځينې نور يي بیا سنيان د شیعه ګانو پر وړاندې دروي  او دلته که ښه ورته ځير شو اسلام د يوې ناولې جګړې لپاره د وسیلې په توګه کارول کيږي.

دين او ديني رابطې د بند او خپل رب تر منځ رابطه ټينګوي خو هغه استفاده چې نن ترهګرې ډلې ترې کوي دا اړيکې له منځه وړي او په هر حال کې اسلام ته زيان رسوي، د اسلام په نوم د ترهګرو ډلو مشران هيڅکله د اسلامي ټولنې پر اقتصادي، سیاسي او فکری پياوړتيا فکر نه کوي بلکه برعکس وينو چې هره ورځ اسلامي ټولنې د امنیت، اقتصاد، کلتور او ان عادي ژوند په برخه کې له ذلت سره مخ دي، کورونه او مېنې ترې پاتې دي، د يو بل مړي ژوندي ته نشي تلی او باالاخره په هر کلي او هره سیمه کې غم جوړ کټوې بار دي.

راځئ فکر وکړو مو ږ په ډيرو مواردو کې داسې ارشادات او اصول لرو چې زموږ ستونزې را حل کولای شي او مسلمانان د یو نسبي ثبات لوري ته بیولی شي خو کاش يو لوري ته ځينې عقده من سياستوال او يا هغه د چا خبره ټيکه داران او بل لوری ته په اسلامي نړۍ کې د راج چلونې خوب لیدونکي پر دې مسله فکر وکړي.

يو والی او مينه موږ ته په هر حالت کې سکون راکوي، دردونه او وحشتونه مو د تباهۍ لوري ته بيايي، هغه چې د تباهۍ پروژې پر مخ وړي که فکر کوي په مسلمان وژنه به اسلام ته ښه نوم ورکړي دوی باید پوی شي چې انساني تعبیر برعکس دی، هغه چې په وحشت او ترورونو سره غواړي مسلمانان پياوړي وښيي دوی باید درک کړي چې کفار يي له ځمکې او هوا څاري او هره شيبه يي له منځه وړل ورته يوازې د يوې بټنې په کښيکاږلو سره امکان لري.

وروري، يو والی،يو بل منل او تعادل زموږ د بریا ستر راز دی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply