ترهګري په نطفه کې شنډيږي

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
د امریکا له نوې تګلارې وروسته چې امریکا د پاکستان پروړاندې کوم دریځ نیولی، دا تمه پيدا شوې چې اوس به په افغانستان او سیمه کې ترهګري له منځه ځي، ځکه د نړیوالو سیاستوالو او د نظر خاوندانو په باور د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ کومه خبره چې په زړه وي، هغه په ټویټر لیکي یانې همغه خبره یې په خوله وي.
د امریکا اوسنۍ اداره زیاته په دې نظر شوې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړل په دې نه کیږي چې د امریکا هوایي ځواک دې د افغانستان کلي په کلي بمبار وکړي او هر ځای ترهګر له منځه یوسي، د امریکا اداره اوس دې نتیجې ته رسیدلې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو اسانه طریقه دا ده چې د ډیورنډ له کرښې هاغاړې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه په نخښه شي.
د جمعې په ورځ شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې برید کړی او څو ترهګر یې پکې له منځه وړي دي، که څه هم پاکستان څو ـ څو ځل اعتراض کړی چې امریکا دې د پاکستان په خاوره کې بریدونه نه کوي، خو امریکا یې په ځواب کې ویلي چې ترهګر هر ځای وي، دوی به یې له منځه وړي.
له دې سترګې نه شي پټيدلی چې د ترهګرو ځالې د پاکستان څارګرې ادارې په قبایلي سیمو کې جوړې کړي دي او پوځ یې ورته د ساتنې او پلان جوړولو لپاره ګمارلی دی، خو د امریکا پخوانی ادارې چې له پاکستان سره یې ښې اړیکې وې، دا کار نه کاوه او له ترهګرۍ سره مبارزه یې یواځې تر افغانستان محدوده کړې وه.
افغان ولسمشر چې اوس امریکا او متحدین یې په دې قانع کړي چې افغانستان کې د ترهګرۍ مرکزونه او روزنځایونه نشته، افغانستان یواځې د ترهګرۍ قرباني دی، نو د امریکا او نورو هېوادونو پام پاکستان ته ور اووښتی دی او په ډاګه یې ورته ویلي چې یا به ترهګریز سیاست کوي او یا به د امریکا د امریکا دوستي، یانې دواړه په یو وخت نه شي کیدلی چې هم ځان د امریکا ملګری بولې او هم ترهګري روزې.
په پآکستان د فشارونو په لړ کې امریکا نږدې یو میلیارد مرستې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پاکستان اخیستلې بندي کړي دي، دا مرستې په مشروط ډول بندې شوي او تر هغې چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې امریکا قانع نه کړي پيسې نه ورکوي او فشارونه به پرې دوام پیدا کړي.
پاکستان چې اوس د ترهګرو روزنه او تمویل ملي ګټې یادوې یو ځل بیا یې ویلي چې دوی به له ترهګرۍ سره داسې مبارزه وکړي چې ملي ګټې یې قرباني نه شي، خو امریکا دا ورسره نه مني، د ټرمپ په مشرۍ د امریکا ادارې پریکړه کړې چې ترهګر د پاکستان په ښارونو او سیمو کې هم په نخښه کړي او له منځه یې یوسي.
د امریکا دا پریکړه په افغانستان کې هیله پیدا کوي چې ممکن ۲۰۱۸م کال د ترهګرو وروستی کال وي او په دې کال کې به د ژوند وروستۍ سلګۍ ووهي، ځکه که په افغانستان کې دننه له ترهګرۍ سره هر څومره مبارزه وشي، پایله نه ورکوي، هره ورځ په اوسط ډول له سلو ـ یو نیم سلو ترهګر وژل کیږي، همدومره ټپیان کیږي او نیول کیږي، خو بیا هم د ترهګرو لیکو کې د بشري قوې کمې را نه غی.
لامل یې دا دی چې پاکستان د دینو مدرسو په نوم د سخت دریځیو مرکزونه جوړ کړي او هره ورځ پکې زرګونه کسان زده کړې کوي او له فراغت وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږي.
که امریکا په پاکستان کې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي، د ترهګرو سرچینې په نخښه او له منځه یوسي، افغانستان باندې ژر مستقیم اغیز کوي او په بریدونو او جګړه کې کموالی راځي.
دا په ډاګه ده چې افغانستان هیڅ داسې ځای نشته چې وسله وال دې په کې ډله ییز وګرځیږي او یا دې ډله ییزې شپې پکې وکړي او له دې فرصته په ګټنه دې ترهګر وروزي او یا دې لوی جبهې او لوی غونډې جوړې کړي.
خو دا چې پاکستان ورته خوندي ځای دی، هلته هر ډول غونډې جوړوي، هلته هر ډول ټریننګ مرکزونه لري او په ډله ییز ډول هر ځای ارام شپه او ورځ تیرولی شي، اوس کې د امریکا دا بریدونه پاکستان کې دوام پیدا کړي، خود به خوده ترهګري کمیږي او د ولسمشر غني هغه سیاسیتونه به پایله ورکړي چې ویلي دي، د ترهګرو اصلي ځای باید له منځه یوړل شي،ترهګري افغانستان کې خپله له منځه ځي.

Comments

Leave a Reply