ترهګرو طالبانو په هلمند او کندهار د کجکي بریښنا قطع کړې

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په لښکرګاه ښار کې یو شمیر مدني فعالان او ښاریان راټول شوي وو او له طالبانو یې غوښتل چې د هلمند او کندهار بریښنا دې د خپلو اهدافو دپاره نه کاروي.
مدني فعال عبدالحق ځواکمن وویل: “هم جګړه او هم عام المنفعه ځایونو په وړاندې خنډونه عام ولس له ستونزو سره مخامخ کوي”. هغه زیاتوي چې که دغه ستونزه حل نشي نورو مدني حرکتونو ته به مخه کړي.
یو معترض حاجي زمري وویل: “په کورونو کې د اوبو د نه شتون له ستونزې سره لاس او گریوان یو او طالبان غواړو چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي”.
د هلمند د برېښنا مسؤلین وایي د کجکي فابریکه او زمینداور سب سټیشن سیمو مواصلاتي لارې طالبانو له لورې تړل شوي دي چې د بریښنا کار کوونکي نشي کولای د بریښنا ستیشنونو ته ځان ورسوي.
د برېښنا شرکت رئیس وحیدالله علیزي وویل: “د برېښنا دغو ستېشنونو ته د تګ راتګ لار باندې طالبانو بندیز لګولی او د هغوی لخوا پر ځانګړې شوې لار بیا د حکومت له لورې اجازه نه ورکول کیږي”.
د تیرو لسو ورځو راپدېخوا د هلمند او کندهار برېښنا ددې ستونزې له امله قطعه شوې.
عبدالله اڅکزی

Comments