ترهګرو طالبانو په فراه ولایت کې یو ملکي وګړی وژلی دی

comments 0

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، چې وسلوالو طالبانو د فراه ولایت به مرکز لومړۍ ناحیه کې یو اهنګر، چې په خپل کار بوخت و، وژلی دی.
د یاد ولایت ځايی چارواکي وايي، چې وژل شوي ملکي وګړي هغه مهال ووژل شوی، چې ترهګرو طالبانو له یاد کسب کار اهنګر څخه پیسې غوښتې وې او نوموړي د پیسو له ورکړې څخه انکار کړی و.
بل لوری د یاد ولایت اوسیدونکي وايي، طالبان دې دملکي وګړو له وژنې څخه لاس واخلي اوپه خپلو اعمالو دې له سره فکر وکړي.
امیر حسین سلجوقي

Comments