تخار کې ۷تنو وسلوال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ تخار: د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې پلان درلود، چې د افغان ځواکونو په یو شمیر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې افغان ځواکونه له یاد شوم پلان څخه خبر شول او بیرته یې په طالبانو بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې ۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۴تنه په کې ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په یاده نښته کې له طالبانو څخه ګڼ شمیر وسایط او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نجیبه سروري

Comments