تخار کې ګڼ شمېر سیمې له وسلوالو طالبانو له شتونه پاکې شوې                                                                                                                 

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت خبر ورکوي،چې وسلوالو طالبانو په نېږدې ورځو پلان درلود چې د تخار په اشکمش ولسوالۍ برید وکړي.
هېواد امنیتي ځواکونو یاد برید مخنیوی وکړ.
له یاد برید د عملي کولو وروسته امنیتي ځواکونو چاڼېز عملیات تر سره کړل په پایله کې یې، د اوردوزیا،قشقري بالا،قشقري پیان،خوشکي بالا،خوشکي پایین،زرماغ،فخر او فخر قندهاري کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاک کړل.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د ملي دفاعي ځواکونو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د تروریزم پر ضد مبارزه کې به د ملي دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments