تخار کې نامسووله وسله والو خلک تنګ کړي

comments 0

هندوکش – تخار: د تخار والي فضل االله مجددي وایي، په ښار او ولسوالیو کې نامسووله وسله والو او تنظیمي ملیشو خلک په ژوند کې تنګ کړي.
هلته امنیه قومنداني وایي، نامسووله وسله وال دومره زورور شوي چې د پولیسو زور هم ورسره نه رسیږي.
والي اعتراف کړی چې د نامسووله وسله والو په ناقانونه کړنو یې له مجبوریته خوله پټه کړې ده.
دا نامسووله وسله وال تنظیمي ملیشو پورې اړه لري او ځینې پخواني جهادي مشران یې ملاتړ کوي.
خلکو غوښتنه کړې چې بایدحکومت د نامسووله وسله والو مخه ونیسي، ځکه دا ډلې د خلکو لپاره له طالبانو او داعش خطرناکې شوي دي.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply