تخار کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – تخار: د تخار امنیه قومندان حشمت الله مسلم وایي، د خواجه غار ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پرمهال پنځه وسله وال طالبان وژلي دي.
د مسلم په خبره، عملیات د یادې ولسوالۍ تاش کوتل سیمه کې د کشفي راپور په اساس شوي چې د طالبانو مهم کسان پکې وژل شوي دي.
له وژل شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف او دوه عرادې موټر سایکلې او مخابرې ترلاسه شوی دي.
دې کسانو پلان درلود چې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو د افغان ځواکونو وار پرې مخکې شوی او له منځه وړل شوي دي.
په وژل شویو کې د دریو کسان جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
نجیبه سروري

Comments