تخار کې زراعتي محصولات زیات شوي دي

comments 0

هندوکش – تخار: په تخار کې د کرنې او مالداري چارواکي وایې چې تیر کال په پرتله روان کې زراعتي محصولات ډیر شوي دي.
د تخار ولایت زراعتي محصولات ډېر شوي دي
د چارواکو په وینا، دا کار ددغه ولایت کروندګرو ته ښه زېری دی.
د تخار د کرنې رییس انجنیر محمد سالم ساعي ویلي، نه یوازې د تېر کال بلکې د څو مخکینیو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې زراعتي محصولات ښه شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې ددغه ریاست په هڅو مشورو به دغه محصولات نور هم ډېر شي.
د تخار ولایت کروندګر هم د محصولاتو ډېرېدو ته هیله من دي، خو وايي د سړو خونو نشتون یې ګټې کمې کړې دي او ډېری محصولات یې خرابېږي.
د کرنې رییس بیا وایي چې په دغه ولایت کې د سړو خونو د جوړولو چارې پيل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو ګڼې ستونزې راکمې کړل شي.
عاطفه مصمم

Comments