تخار کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – تخار: تخار کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی او درې ساتونکي یې ټپيان دي.
کورنیو چارو وز ارت لیکلي، د ملا هاشم په نوم د طالبانو دغه قوماندان تیر ماښام د تخار چاه اب ولسوالۍ په بای شاف سیمه کې وژل شوی او درې ساتونکي یې ټپيان دي.
کورنیو چارو وزارت په دغه نښته کې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
ملا هاشم د تخار ځينو سیمو کې په ورانکارو کړنو مشهور و.
له دې سره افغان ځواکونو د تخار ایخانم بندر له طالبانو بیرته نیولی چې وړمه ورځ یې ځینو سیمو باندې قبضه کړې وه.
نجیبه سروري

Comments