تخار کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ تخار: د تخار ولایت پولیسو دوه تنه د یوه ځوان د وژنې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو تېره ورځ د تالقانو ښار په چشمه شېر سیمه کې یو کس د کلاشینکوف په ډزو وژلی او بیا له سیمې تښتېدلي، چې د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې له پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د دې کسانو دوسیه د لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.
نجیبه سروري

Comments