تخار کې دولت او مخالفینو ترمنځ نښتو خلک بې ځایه کړي

comments 0

هندوکش – تخار: د بهارک ولسوال فیض‌الرحمن حیدري وايي، د تېرو دوو ورځو جنګونو شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړې‌ دي.
د سلام وطندار د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ د دې لامل شوی چې د بهارک ولسوالۍ د څلورو کلیو اوسېدونکي خپل کورونه پرېږدي.
د ملمې کلي اوسېدونکی محکم تاش هغه وروستی شخص دی چې د جنګ له امله یې خپل کور پرېیښی دی. هغه وايي چې د سیمې خلکو خپل کورنه پرېیښي دي او امن سیمو ته تللي.
د تخار د ملي امنیت رییس ډاکټر ګلستان وویل چې طالبان په تېرو دوو ورځو کې د بهارک ولسوالۍ په شاوخوا کلیو کې ځای پرځای شوي ‌وو؛ خو د امنیتي ځواکونو په بېګاني برید کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې له همدې سره یادې ډلې د اوس لپاره شاتګ کړی‌ دی.
د ګلستان په خبره، د طالبانو ترلاس لاندې سیمې اوس د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د تخار د ملي امنیت رییس هم وايي، په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو د مرستې لپاره بهارک ولسوالۍ ته د کندز له دشت‌ارچي او اق‌تاش ولسوالیو نه لسګونه طالبان ورغلي وو چې قومانداني یې د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د معاون پر غاړه وه.
په ورته وخت کې پرون د تخار ولایتي شورا وکیلانو هم په یوې خبري غونډې کې په‌دې ولایت کې د طالبانو د جغرافیوي پراختیا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت نه یې په تخار ولایت کې د طالبانو د ځپلو لپاره د پراخو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
نجیبه سروري

Comments