“تخار کې ترهګرو طالبانو د خلکو ژوند تریخ کړی”

comments 0

هندوکش ــ تخار: د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار د یو شمېر ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو اوسېدونکي طالبان، په هدفي وژنو، باج اخیستنې، انسان تښتونې او د عامو خلکو په ځورولو تورنوې.
په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک د دغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.
د اشکمش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صبغت الله صمیم وویل:
د طالبانو دا کړنې د دې لامل شوي، چې پدغه ولایت کې د خپلسرو وسله والو صفونه لا قوي شي.
دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان په یو ولایت کې خلک د وسله والو طالبانو څخه شکایت کیږي، بلکې لدې وړاندې هم له بېلا بېلو ولایتونو داسې راپورونه تر لاسه شوي چې له دغه ډلې پکې شکایت شوی، طالبان په کلیوالو سیمو کې په زوره د خلکو په کورونو کې پاتې کیږي، له کورونو یې د سپر په توګه کار اخلي، ډوډی غواړي او باج اخلي.
نجیبه سروري

Comments