تخار کې اووه تنه د پلان شویو جرمونو په تور نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونو د ملي امنیت ځواکونو سره او دفاعي ځواکونو سره په همغږۍ فرخار ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي دي، په یادو ترسره عملیاتو کې اووه تنه د پلان شویو شویو جرمونو د ترسراوي په تور نیولي او د یادې ډلې یو غړی د عملیاتو پر مهال له دې امله ووژل شو چې پر پولیسو یې ډزې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، نیول شوي کسان د انسان‌ تښتونې، قتل، وسلوالو غلاوو او باج ‌اخیستنو او په ګڼو نورو قضیو ښکېل وو، یادو کسانو سره راکټ، پیکا او کلاشینکوف په ګډون څو میله سپکې او درنې وسلې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دغه وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې یوه پیغله نجلۍ هم د انسان ‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې ده.
نجیبه سروري

Comments